انصار: ( د وږی۲۸مه)، د کندهار ولایت د امنیه قوماندانی د فراغت په مراسمو کی د طالبانو مشر هبة الله اخندزاده له دوی وغوښتل چی له ولس سره ښه چلند وکړی، د بیت المال ساتنه وکړی او غرور ونه کړئ.
د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په کندهار ولایت کې د امنیتي ځواکونو د ۴۸۰ تنو منسوبینو د فراغت په مراسمو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ګډون کړی دی.
په دې مراسمو کې د طالبانو مشر امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې وویل: له خلکو سره مهربانه اوسئ، د خزانې ساتنه وکړئ او غرور مه کوئ.
ویل شوي چې په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کندهار والي ملا شیرین اخند او د طالبانو حکومت یو شمېر نورو مسؤلینو هم حضور درلود.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33504
قرأ